ټولنه

څه د پاسه څلورو زرو کورنيو د ملي پيوستون له آسانتياووڅخه ګټه واخسته

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٥
په پروان ولايت کې څه دپاسه څلور زروکورنيو پرون د ملي پيوستون د پروګرام د پروژو د له آسانتياوو څخه ګټه واخسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ٣٤ مليونو ٤٦٥زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د ٢٦ ټولګټو پروژو کار د پروان ولايت د سيدخيلو، بګرام ، جبل السراج او د سالنګ په ولسواليو او په چاريکارو ښارکې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د اوبو لګولو د کانال، ټولنيزو مرکزونو ، د محافظوي او استنادي ديوالونو او د ګبيوني ديوالونو جوړول، د پليو لارو پخول، د سړکونو جوړول او کريړ اچول، د اوبو رسولو د شبکو غځول او د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل شامل دي.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په پروان ولايت کې د فعاليت له پيل څخه ٨٣٢ کلي د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تر اوسه پورې په بېلابېلو برخوکې ٢٦١٨ پروژو کار بشپړ او د خلکو په واک کې ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته