امنیت

دولس زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي دپوليسو لاس ته ورغلل .

کابل باختر د کب اوولسمه

  دکندهار ولايت په شورابک ولسوالۍ کې سرحدي پوليسو ددولس زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي افغانستان ته دليږدونې په وخت کې نن ضبط  کړل .

 دکندهار ولايت دامنيي قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته وويل دغه چاوديدوکي توکي په دريو تراکتورونو کې ځاى پرځاى شوي وو او هغه وخت ترلاسه شول  چې دپاکستان دبلوچستان ايالت دګلستان له ولسوالۍ څخه دافغانستان خاوري ته ليږدول کيدل .

 ده زياته کړه چې دتراکتورونو  چلوونکي دلټوني په بهير کې بيرته پاکستان ته  وتښتيدل خو پر  چاوديدوتکو توکو بار تراکتورونه دسرحدي پوليسو له خوا دسپين بولدک ولسوالۍ ته ليږدول شوي دي

  خبرځاى زياته کړه دتراکتورونو  چلوونکي هغه وخت پاکستان ته  وتښتيدل چې دپاکستان سرحدي موظفين له پولي اخوا په خپلو امنيتي پوستو کې  دپيښې  ننداره کوله .

  دشورابک ولسوالۍ دکندهار ښار دجنوب ختيځ په يو سلو نوي کيلومتري واټن کې ده او له پاکستان سره يو سلو شل کيلومتره ګډه پوله لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته