سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کندز ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير شفيق احمد د وسله والوکسانو له خوا وتښتول شو او وروسته شهيدکړى شو.
ارواښاد انجنير شفيق احمد د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له سابقه لرونکو مامورينو څخه و. يوه موده يې د بغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس په توګه دنده ترسره کړه چې وروسته دکندز دکليو د بياجوړولو او پراختيا درييس په توګه هيوادته په خدمت بوخت شو .
ارواښاد هيواد پال شخص و او هيواد ته يې په زړه سواندى سره خدمت کاوه.
دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او همکارانوته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته