فرهنګ

دشهزاده کريم اقا خان په مسند کښيناستلو پنځه پنځوسمه کاليزه ونمانځل شوه .

کابل باختر  د چنګاښ  يو ويشتمه

  دنړۍ داسماعليانو  دنهه څلويښتم امام  ولاحضرت شهزاده کريم اقا خان  دامامت په مسند کښيناستلو  پنځه پنځوسمه  کاليزه نن  په کابل کې ونمانځل  شوه .

  دباختر اژانس خبر له مخې په هغي غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوې وه  په پيل کې  دجمهور رييس ددويم مرستيال محمدکريم خليلي پيغام چې له همدي امله ليږل شوي و ددويم مرستيال ددفتر رييس عباس  بصير له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې ويل شوي دي .

 له دغه فرصت څخه په استفادي سره لازمه بولم چې دافغانستان دملت او دولت په استازيتوب  دنړۍ داسماعليانو د مشر ولاحضرت شهزاده کريم اقا خان دمرستو له امله چې دافغانستان دبيا رغاونې او اقتصادي پرمختيا په برخوکې  يي کړي دي مننه او قدردانۍ وکړم .

 وروسته دافغانستان دملي ائتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وويل والا حضرت شهزاده کريم  اقا خان داسلامي فرهنګ د ژوندي پاتي کيدو او داسلامي نړۍ دتاريخي ابداتو د ژوندي پاتي کيدو او په افغانستان او نړۍ کې د ټولنيزو خدمتونو  په برخو کې ارزښتناک  خدمتونه کړي دي .

  دغه راز د والا حضرت  کريم اقا خان ملي قونسل  شير باز حکيمي په افغانستان کې داغا خان  دپرمختيايي توکي دمرستو په دوام باندې په ټينګار سره زياته کړه چې داقا خان پرمختيايي شبکې دنړۍ په ٣٢ هيوادونوکې ديو سلو شلو زرو کارکوونکو  په لرلو او ٦٢٥ مليونو ډالرو په پاڼګه  فعاليت کوي 

 په دې غونډه کې جګپوړو دولتي اراکينو ، دملي شورا غړو او دکابل ښار يو زيات  شميرخلکو ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته