امنیت

لس تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
په ننګرهار ولايت کې دسيلاب _ ٥ په نامه  ګډو چاڼيزو عملياتو په  بهير کې لس  تنه ډاراچوونکي  داعشيان ووژل شول.
دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې  دداعش دتروريستي ډلې لس تنه غړي ووژل شول او دوه تنه نور يې سخت ټپيان شول.
دغه رازدشلو کيلوګراموپه وزن  دوسايطو ضد يو بوشکه يي ماين د ورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو  لپاره دننګرهار ولايت دبټي  کوټ ولسوالۍ دشينوار قلعه په ساحه کې ځاى پرځاى کړاى شوى و  چې له  چاودنې مخکې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې  لوا دماين پاکولو دټيم له خوا کشف اوشنډ  کړاى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته