امنیت

په پکتیا ولایت کې د یوه تن ځانمرګي بریدګر نیونه او په لوګر ولایت کې د وسلو او مهماتو د یوې ډيپو کشفیدل

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په بهيرکې یو تن په علي مشهور د عبدالله په نامه ځانمرګى يرغلګر چې غوښتل یې د پکتیا ولایت په ګردیز ښارکې یو ځانمرګی برید ترسره کړي، خپلې موخې ته له رسیدو مخکې په چاودیدونکو توکو بار له یوه کرولا ډوله موټر او درېو تومانچو سره یو ځای د ګردیز- لوګر په لویه لاره کې د تیرې ښوونځي په سیمه کې ونیول شو.
د یو بل اقدام په ترڅ کې د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو په خالد مشهور د امان الله په نامه د طالبانو د ډلې يو تن قوماندان د ګردیز ښار د شکرخیلو په سیمه کې له یوې تومانچې او یوې مخابرې سره نیولی دی.
همدا رنګه د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوندو سیموکې د بېلابېلو چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ ماينونه، د توغنديو پنځه ماينونه ، یو میل کره بین، د وسایطو ضد ماین او یو لاسي بم کشف او ترلاسه کړي دي.
د دغه ځانمرګی او ترهګر په نیولو او د دغو وسلو او مهماتو په کشفیدو سره د پکتیا او لوګر په ولایتونوکې د یو لړ خونړیو پیښو مخه ونيول شوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته