امنیت

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي حکم

کابلباختر د وري٢٣

دخاصو عمليا تو د  اجراکولو په وخت کې د قوانينو او مقرراتو درعايتولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي حکم

دناتو _ ايساف دځواکونو دلويې قوماندانۍ اود افغانستان د اسلا مي جمهوريت د ملي دفاع دوزير د١٣٩١ کال د وري د مياشتې دشلمي نيټې د موافقه ليک له مخې له نا تو _ ايساف ځواکو نو څخه دهيواد د ملي دفاع اود کورنيو چارو دوزارتونو اود ملي امنيت دلوى رياست مختلط امنيتې ځواکونو ته د خاصو عملياتو دتر سره کولو ليږدونه دافغانستان په اسلا مي جمهوريت کې د ملي وا کمنې اود قانون د واکمنې د تا مينولو اوتضمين په لاره کې يو مهم ګام دي اوعملي کول يې دهيواد داتباعو په وړا ندې د عد لي او قضا يي ارګانو نو په تيره بيا د اردو ، پوليسو اود ملي امنيت دځواکونو وظيفوي مسئو ليتو نه دروند او لاپسي درنده وي چې دوخت اود افغا نستان د اساسي قا نون په دويم فصل کې دليکل شويو اتباعو د اساسي حقوقو رعايتولو چې د پلټنې ، نيو نې ،تحقيق اود عد لي تحقيق اود عادلا نه محاکمې دپړا و نو د بشپړولو په ټولو برخو کې دجزا يي اجرا ا تو په قا نون کې د ليکل شويو فردي حقوقو او ا زاديو رعايتولو ته دجدې پا ملرني غوشتنه کوي

له دې امله د متهمينو د بشري حقوقو د تر پښو لا ندې کولو ،دقوانينو له حکمو نو سره دسرغړونې د مخنيوي اود استوګنځې دخونديتو ب د  تا مينولو په مقصد د عمليا تو د تر سره کولو په وخت کې دځواکونو ترمنځ دلا زيا تې همغږي او همکاري اود اړوندو دوسيو د پړا ونو د بشپړولو په مقصد د دغو مراتبو په رعايتولو حکم کوم :

١ خاص عمليات دي د باوري مدارکو، سندونو او شوا هدو له مخې اودقا نون له حکمو نو سره سم تر سره شي

٢ دخاصو عملياتو د ا جرا کولو په وخت کې دي د مظنونينوپه ګډون د افرادو قانو ني حقوق او ا زادي رعايت شي اود بشري حقوقو اود انسا ني کرا مت اودټولنيزو اخلاقواو ادابو پرخلاف دهر را ز عملو نو له تر سر ه کولو څخه دي ډډه وشي

 ٣ دشخص کور ته ننو تل اود مشهود جرم له احوالو پرته ، د واکمنو عد لي او قضا يې مراجعو له استيذ ان پرته د هغه پلټنه مجاز نه ده .

٤ دخاصو عملياتو د ا جرا کولو اود کور دلټولو په وخت کې دي دماشومانو ، ښځو او بوډا ګانو سا تنې ته جدي پا ملرنه وشي او عبادت ځايو نو ته له بي ا حترا مي اود خلکو مقدسا تو او معتقداتو ته له سپکا وي ، له محرمو ځايو نو سره له اړيکو ، دکور د مالو نو اولوازمو له ويجاړولو او له منځه وړلو او له جرم سره د بي ارتباطه شيانو له ضبطولو اودسيمې د او سيدونکو له ځورونې څخه په کلکه ډډه وشي

٥ دخاصو عمليا تو په وخت کې دي د هغو عملو نو له تر سره کولو  څخه ډډه وشي چې د خلکو ترمنځ د ويري ،ډار اود انديښنې د پيدا کيدو سبب شي

٦ عمليا تې ځوا کو نه دى د مشهود جرم له حالت پرته ، دڅارنوالۍ له تجويز پرته د تورن په نيولو او توقيف لاس پوري نه کړې .

٧ توقيف او نيو نه دي بايد د قا نون دحکمو نو په حدودو کې دالزام ددلايلو په استناد تر سره شي .هغه کسان چې د مظنو نيت له ا مله تر څارنې لا ندي نيول کيږي دنيو نې مو دي په بهير کى دي سندو نه دي بشپړ اود  تحقيق ارګانو نو ته دي وسپارل شي

٨د توقيف شويو متهمينو تحقيق دي په ټا کلى قا نو ني مو د ه کې بشپړ او ددوي ددوسيو څيړنې ته دې دلومړيتو ب حق ور کړي شي

٩هر را ز شکنجه ، تعذيب ، ګواښ ، تطميع ، تاخيراو دانسا ني کرامت پر خلاف نور عملو نه په هر منظور چې وي جرم بلل کيږي ، هغه اعتراف چې په دغو وسايلو له متهم څخه اخيستل شوي وي باطل اود قا نو ني اعتبار نه لرو نکى پيژندل کيږي

١٠دغه حکم د صادريدو له نيټې څخه نا فذ دي او ټول عد لي او قضا يي ارګا نو نه اود عمليا تو ځوا کو نه د هغه په رعايتو لو او پيروي مکلف دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته