ورزش

تبصــره :

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
په بنګله  ديش کې دکرکټ په آسيايي جام کې د  افغانستان د کرکټ دملي ټيم دبرياليتوب په نسبت ددغه هيواد دخلکو ولولې دغرور،  وياړ او   پيوستون څرګندوى دي   چې په هغو کې سياسي ، قومي او توکميز ويش خپل رنګ بايللى دى  بلکې ټول دافغانانو او مسلمانانو په توګه په  يوه ليکه کې دريدلي دي  او دافغان په توګه دغه  وياړ نمانځي.
دباختر آژانس مبصر ليکى :
که چيرې په  وروستيو کلونو او مياشتو کې  ورزشي برياليتوبونو  او  ورزشکارانو ته دقت وکړو افغان  ورزشکارانو خپلو خلکو ته  ارزښتناکې وياړنې ګټلې دي چې کيداى  شي د غرور او وياړ سبب   وي او دافغانستان د خلکو ترمنځ دپيوستون څرګندوى  وبلل شي.
د آسيا دچلنج کپ په سياليو کې دافغان فوټبالرانو  وياړ ، وروسته د آسيا دجنوب په سياليو کې د همدغو ورزشکارانو  وياړ ، ددغو سياليو د اتلوالى دلقب ترلاسه کول ، د رزمي سپورت د برخې دورزشکارانو پرله پسې برياليتوب ، په  دوبۍ کې له نولس کلنۍ څخه ښکته زموږ دکرکټ د ورزشکارانو برياليتوب او اوس د بنګله ديش دکرکټ دملي ټيم په وړاندې زموږ  دکرکټ دملي ټيم برياليتوب دافغان ورزشکارانو وياړنې دي  چې زموږ دخلکو په  برخه يې لړي.
دغه  وياړنې په داسې  وخت کې  زموږ خلکو ته رسيږي  چې د تيرو  ديرشو کلونو پيښو او ناخوالو په افغاني ټولنه کې بې باورۍ او بې اعتمادۍ   پيداکړې دي او له بده مرغه په ځينو مواردو کې د تاوتريخوالي سبب شوي دي او د ټولنيزو  پولو دټاکنې سبب شوي دي . خو نن ورځ هغه سوغات چې زموږ وزرشکارانو خپل هيواد ته راوړى دى  او هغه ولولې چې خلکو د هغه په نسبت څرګندې کړې  د دې کار څرګندوى دى  چې افغانان په يوه برخليک    پورې تړاو لري او ځان د يوه   وياړ
مديون بولي.
هغوى دخپلو ورزشکارو بچيانو د برياليتوب په وړاندې له قومي او توکميزو  تعلقاتو پرته  راټوليږي ، خوشحالي کوي او  وياړي.
په دغه شان حالت کې کرکه ، سياسي ډلبندۍ ،قومي تعلقات او ژبنۍ  لوړتيا غوښتنې  شتون  نه لري .
ټول افغانان  دي او له يوه دريځ  څخه چې هماغه افغانوالى  او مسلمانتوب دى ، سر پورته کوي او غږ  پورته کوي چې دغه شان  يو حرکت يو څرګند او په  ډاګه پيغام لري او هغه  دا دى چې ښايي افغانان په  ځينو مواردو کې په   خپلو کې  ستونزې ولري خو له يوبل څخه  جلا  نه دي .
دوى  يو واحد وجود  دي   چې دخپل هويت پايښت  او دوام  په خپل پيوستون کې ويني او په  نړيوالو سياليو کې د دوى د ورزشکارانو دبرياليتوب په   وړاندې دهغوى ولولې ددغې  ادعا ثبوت  دى .
نو هغه څه چې ويلي يې دي چې  ورزش د سولې سفير دى دقيقه خبره ده  هغه څه چې ورزش ترسره کړل سياست او سياستوالو تر سره نه کړاى شول ، نو بايد د ورزش او ورزشکارانو درناوى  وکړو  او هغه دافغانستان دملت د لازيات نږديوالي لپاره يو فرصت وبولي   ځکه د ورزش د وګړنيوالي خاصيت او د وګړني  پيوستون په رامنځته کولو کې دهغه ځواکمني کولاى شي کمزورتياوې  آن امنيتي او سياسي تشتې ډکې کړي  بايد له دغه ظرفيت څخه ګټه واخستل شي او دغه راز د چارو مسولينو ته لازمه ده چې د ورزشي سيمو د جوړولو او دظرفيت په پيدا کولو کې لازيات فعال شي  او دماشومانو ، تنکيو ځوانانو او دځوانانو په  جذبولو سره په هيواد کې دميشتو او ورونو قومونو ترمنځ قومي او ژبني   افکار او پيوستون لازيات مساعد او پياوړي  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته