امنیت

په ننګرهار کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

جلال اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۱۴ مه
د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې د سیمه ېیزو مسوولینو له لورې په ۱۲ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول.
د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل: د  کوکنارو د له منځه وړلو دغه کمپاین چې د ولسوالۍ د ټولو ارګانونو په همغږۍ ترسره کېږي، تر هغې پورې به دوام وکړي چې په ټولو سیمو کې کرل شوي کوکنار له منځه نه وي، وړل شوي.
سرچینه زیاتوي چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې په روداتو ولسوالۍ کې په لسګونه جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت په لعل پورې، مومند درې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم په لسګونه جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته