کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په نورستان کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
په دغوتوکو کې وريجې ، غنم ، او غوړي شامل و ، چې دوچکاليو په پايله کې په زيانمنو شويو کورنيو وويشل شول .
دغه کورنۍ چې ټولې بزګرې دي دتېرکال دوچکالۍ په پايله کې خپل محصولات له لاسه ورکړه .
دنورستان دوالي مرستيال محمد هاشم فيضي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل هڅه کېږي چې دکورنيو اونړيوالو مرستندويو بنسټونو په مرسته په نورستان کې په سلګونو نورو اړو کورنيو بشري مرستې وشي .
ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ