امنیت

په پاکستان کې د طالبانو د پنځلسو تنو مليشو وژل کيدل

پيښور – دې نيوز انترنشنل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
په خيبر ايجنسۍ کې د مليشه طالبانو په پټنځيو د پاکستاني جټ الوتکو د بريدونو له امله څه ناڅه ١٥ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د دې نيوز انټرنشنل دخبري سايټ له خولې خبر راکړ:
دغه هوايي بريدونه د خيبر دقبايلي سيمې په تيرا وادي کې چې طالبان او نورې د پوځي مليشې پکې فعاليت کوي؛ ترسره شول.
د پيښور ښار د يوه سيمه ييز مقام د څرګندونو له مخې: په دغو بريدونوکې څه ناڅه ١٥ تنه مليشه طالبان وژل شوې او څو تنه نور ټپيان شوي دي او د تيرا وادي په بېلابېلو ناحيوکې د هغوى درې پټنځي دړې وړې شوي دي .
د پاکستاني پوځيانو هوايي بريدونه له هغو مهمو بريدونو څخه دي چې تيرکال د طالبانو او القاعده د له منځه وړلو لپاره په شمالي وزيرستان کې چې يوه له اوو قبايلي سيمو څخه و؛ پيل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته