امنیت

درې تنه ځانمرګي يرغلګر په هلمندکې ووژل شول

 کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
په هلمند ولايت کې  درې تنه ځانمرګي يرغلګر په هوايي بريد کې ووژل شول.
ويل کيږي دغه ځانمرګي يرغلګر د وسله والو طالبانو دډلې غړي  وو چې پرون ناوخته په نهرسراج ولسوالۍ کې کله چې  په خپل پټنځي کې ديولړ ځانمرګو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، په دوى بريد وشو.
دهلمندولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل ؛ په دې  هوايي بريدکې درې تنه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول  او دهغوى پټنځاى هم له منځه تللى دى.
ده وويل  دغو يرغلګرو په لښکر ګاه ښار  کې ديولړ ځانمرګو بريدونو ترسره کولو ته ځان چمتو کول  چې په دوى بريد وشو.
ويل کيږي  په دې هوايي بريد کې  دکليو اوسيدونکو ته  زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته