امنیت

په هرات ولايت کې په سلګونو کېلوګرامه نشه يي توکې ترلاسه شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دهرات پوليسو څه ناڅه يوزرو پنځه سوه کېلوګرامه اپين چې دتيلو په يوټانکر کې ځاى پرځاى شوي و او  دقاچاقو په ډول  فراه ته  ليږدول کېدل ترلاسه کړل.
دهرات  ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نيکزاد باخترا ژانس ته وويل  دغه توکې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دمديريت دکارکوونکو له خوا په رباط سنګي ولسوالۍ کې کشف شوي دي.
ده وويل دپوليسو اطلاعات ښې چې دغه نشه يي توکې چې له بادغيس ولايت اودهرات دشمال له ولسواليو څخه پيرودل شوي و ټاکل شوې وه دفراه ولايت ته قاچاق شي .
دده دڅرگندونوله مخې  دپيښې په اړوند دموټر چلوونکې نيول شوي دي.
هرات دهغو ولايتونو له جملې څخه دي چې دنشه يي توکو کرکېله پکې نږدي صفر ته  اعلان شوې ده خو دغه ولايت هيواد له څخه بهرته دنشه يي توکو دقاچاقو له مهمه لاره بلل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته