روغتیا

دسرطاني ناروغيو دتشخيص او درملنې لومړنى مرکز په کابل کې پرانيستل شو .

کابل باختر د لړم اوومه :
دهيواد لومړۍ ميرمنې  بې بې ګل  غني او دافغانستان داسلامي جمهوريت دعامې روغتيا وزير  ډاکتر  فيروز الدين فيروز پرون  په جمهوريت  روغتون کې دسرطاني ناروغيو دتشخيص  او درملنې  لومړنى مرکز ګټې اخيستنې ته وسپاره .
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرکړ: دا دهېواد په کچه دسرطاني  ناروغيو دتشخيص او درملنې لومړنى مرکز دى چې په هغه کې دسرطان په ناروغيو  داخته ناروغانو تشخيص او درملنه په وړيا ډول ترسره کيږي دغه مرکز پنځه ويشت بسترې لري چې په ټولو پرمختللو  طبي وسايلو او تجهيزاتو سمبال دى او په څلورو برخو لومړنى تشخيص  ، داخله درملنې ، جراحي او شيمو تراپۍ کې فعاليت کوي
په افغانستان کې دتيونو دسرطان پرخلاف  دمبارزې دټولنې يوې بنسټ ايښودونکې دهېواد لومړۍ ميرمنې ، ددغه مرکز دجوړولوپه لاره کې  دعامې روغتيا وزارت دمشرتابه دهڅو  او کړنو له امله قدرداني وکړه او داکار يې دسرطاني  ناروغيو دتشخيص او درملنې په برخه کې يو ګټور ګام وباله .
دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل:دغه مرکز  دسرطاني ناروغيو دلومړني تشخيص او ددايمي درملنې  په خاطر په جمهوريت روغتون کې جوړشوى دى په کال کې کابو شل زره تنه په افغانستان کې دسرطان دناروغيو په بيلابيلو ډولونو اخته کيږي او څه ناڅه پنځلس زره تنه يې ددغو ناروغيو له امله مري .
  ديادونې وړده چې په هېواد کې دسرطانونو  ډيرې مهمې ناروغۍ  دتيونو ،کولمو،  شونډو ، خولې ، غاړې او درحم سرطانونه دي .
ډاکتر فيروز زياته کړه :دافغانستان دخلکو سترو اړتياو ته دځواب ورکولوپه خاطر  دسرطاني ناروغيو ددرملنې او ملاتړيزو څارنو ، دوقايوي خدمتونو دوړاندې کولو او د لومړني تشخيص لپاره دانکولوژي  ديپارتمنت ددغه وزارت په چوکاټ کې جوړ شوى دى او ټاکل شوې ده  چې په راتلوونکې اوونۍ کې دسرطاني  ناروغيو دتشخيص او علاج  دبرخې  يو ورته مرکز په استقلال  روغتون کې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې دعامې روغتيا وزارت دسرطان دناروغيو ، دعغراضو او نښو نښانو په اړوند دخلکو دپوهې دکچې دلوړولو او خبر ورکولو په خاطر دتيونودسرطان  دپوهاوي هلې ځلې کړې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته