جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
د داعش د ډلې پنځه تنه غړي پرون د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د داعش د ډلې دغه پنځه تنه غړي د ايتلاف قوتونو په عملياتوکې چې داچين ولسوالۍ د تنګي تيخه په ساحه کې ترسره شول، ووژل شول.
خوږياڼي زياته کړه چې د دغه بريد له امله ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ