ورزش

دانترکانتي نيتال داى کپ دسياليو لپاره دکرکټ دملي ټيم لوبغاړې وټاکل شول .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دهېواد دکرکټ بورد ادارې مسوولين  وايي چې دانتر کانتي ننتال  اي کپ سياليو لپاره دکرکټ دملي ټيم ١٤ لوبغاړي انتخاب شول  او دعربي متحده اماراتو دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي .
دکرکټ بورد دادارې دغوراوي کميټې رييس نوروز منګل وويل چې  ټاکل شوې ده دمتحده  اماراتو په شارجه ښار کې  دانترکانتي ننتال  اي کپ څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کيږي .
ده وويل چې محمد جاويد احمدي ، نور علي ، احسان الله جنت  ، رحمت شاه زرمتي ، محمد اصغر ستانکزي ، حشمت الله  شاهدي ، ناصر جمال ، محمد نبي عيسى خيل ،  افسر خان ځاځى ،  راشد خان ، دولت ځدران ، شرف الدين اشرف  ،  محمد يمين احمدزي ، ظاهر خان پکتين ددغوسياليو لپاره دملي ټيم په ترکيب کې  دي
ده په دوام کې هم وويل چې احمدکاکر ، فريد احمد ملک او امير حمزه  هوټک داحتياطي  لوبغاړو په ډله کې دي .  چې  د اړتياو په صورت کې له دوى څخه به استفاده وشي .
دده دڅرګندونوله مخې  دغه لوبې  له دووکلونو څخه راپديخوا دايرلند ، سکاتلند ، هالند ، هانک کانګ ، عربي متحده اماراتو  او دافغانستان دهېوادونو ترمنځ ترسره شوي دي  .
ددغې لوبې په برياليتوب سره دهېواد دکرکټ  ملي ټيم به داي کپ جام ترلاسه  کړي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته