ټولنه

دتخار دولتي چارواکو اودمدني ټولنې غړو وينه وکړه .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دتخار ولايت دولتي چارواکو نن اړو ښځو ته لس زره سي سي  وينه ورکړه .
  ويل کيږي  چې دغه اندازه وينه دهغو هلوځلو له امله چې دتخار ولايت دقابلو دټولنې له خوا  دتخار ولايت  دعامې روغتيا  رياست او دشهيد احمد شاه مسعود روغتون  په همکاري  پيل شوې وې راټوله شوه .
په تخار کې دشهيد احمد شاه مسعود تخصصي  روغتون  رييس ډاکتر  رحيم بخش باختر اژانس ته وويل چې په دغه کمپاين کې څه دپاسه سلو تنو  حکومتي  چارواکو  او دمدنې ټولنې غړو لس زره سي سي وينه اړو ميندو او ښځو ته  ورکړه . يوه اړونده خبرځاى وويل چې  دغه کمپاين دروانې مياشتې ترپاى پورې دوام مومي .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته