امنیت

په دايکنډي کې د تېلو په یوه ټانک کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي

کابل/ د غبرګولي ۱۵ مه / باختر
د دایکنډي په مرکز نیلي ښارکې د تېلو په یوه تانک کې تېره شپه اور ولګېد او مالي زیانونه يې اړولي دي.
د دایکنډي د والي ویاند عباس کامیار باختر آژانس ته وویل چې د ډایکنډي د امینې قوماندانۍ د اور وژنې د ځواکونو په رسېدو سره، له دوه ساعته وروسته د تېلو په دغه ټانک کې اور مړ شو.
هغه زیاته کړه چې په دې اورلګېدنه کې د سر نه دى اوښتى، خو مالي زیانونه يې درلودل.
هغه د تېلو په دغه ټانک کې د اورلګېدنې علت بې احتیاطي وبلله.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته