ټولنه

دشهيدانو له وارثانو سره مرسته وشوه .

٦-کابل باختر د مرغومي لسمه :
په بلخ ولايت کې دشهيدانو له يوسلو  دولسو کورنيو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دماين پاکولو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دهمغږۍ  دفتر له هغو کورنيو سره چې  دماينونو دچاودنې  له امله يې  دخپلوکورنيو غړي له لاسه ورکړي دي پرون دخوراکي توکو و دلګښتي مالونو مرسته وکړه .
  په بلخ ولايت کې  دملګروملتو دسازمان دهمغږۍ ددفتر مسوول  عبدالوکيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو مرستو  کې دشړيو، بړستنو ، توشکو ، ترپاولنو  ، اوړو ، وريجو، غوړيواو دنورو خوارکي توکو په ګډون ديرش قلمه توکي او لګښتي مالونه شامل دي .
خبرځاى وويل په دې  مرسته کې هرې کورنۍته دپنځه ويشتو زرو افغانيو په ارزښت توکي او مالونه په پام کې نيول شوي دي.
ددغه دفتر مسوول زياته کړه چې له دغوکورنيو  سره له دريوکلونو راپديخوا دغه مرستې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته