امنیت

د پچيراوآګام يوشمېرکلي پاک شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :   
دشاهين _ ٢٠په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات په  برياليتوب  سره دوام لري.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلۍ لوا په مشرۍ د شاهين _٢٠په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات د ملي پوليسو، سرحدي پوليسو ، عامه نظم ، سيمه ييزو پوليسو، ملي امنيت او دکوماندو کنډک په  هلو ځلو دننګرهار ولايت په پچيراوآګام ولسوالۍ کې د ښې حکومتوالۍ او دښه امنيت دتامينولو  او دداعش او نورو ډلود بشپړله منځه وړلو لپاره دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ چې مخکې پيل شوي و؛ يوشمېرکلي تصفيه او وپلټل شول او دغه راز عمليات په برياليتوب سره دوام لري.         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته