اقتصاد

په هرات ولايت کې دانګورو په سلوکې دشلو حاصلاتو زياتوالي .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دکرنې دماهرانو اټکلونه ښيي  چې دهرات دټاکونو حاصلات به دتيرکال په پرتله  په سلوکې شل زياتوالى ولري .
ددغو اټکلونو له مخې، په هرات کې دروان کال دانګورو حاصلات به يوسلو لسو زرو ټنو ته ورسيږي په داسې حال کې چې تيرکال ددغه ولايت دانګورو له تاکونو څخه پنځه نوي زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي و .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا دبرابرو شويو ارقامو له مخې همدا اوس په هرات ولايت کې دنهه ديرش  زره پنځه سوه پنځوس  جريبه ځمکې په ساحه کې دانګورو بڼونه جوړ شوي دي .
دغه تاکونه زياتره دانجيل  ، ګذرې ، پښتون زرغون او د اوبې په ولسواليو کې موقعيت لري .
همدا اوس دانګورو دحاصلاتو دزياتوالي ، دمعياري ، روغتيايي حاصلاتو دترلاسه کولو او نورو ولايتونو ته دهغو دتکثير  لپاره دهېواد له بيلابيلو سيمو څخه يوسلو نهه ديرش  ډوله انګور دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست په تحقيقاتي فارم کې تر تحقيق او نمونې اخستلو لاندې دي .
دهرات انګور زيات شهرت لري  او دهغو دپروسس او په مميزو دهغو دبدلولو  لپاره تراوسه پورې دکرنې او اوبو لګولو  وزرات له خوا په دغه ولايت کې  دمميزو درې سوه خونې هم جوړې شوي دي .  همدا اوس دهرات دوه سوه شپږ پنځوس  زره تنه اوسيدونکي په کرکيلې اوبڼوالى بوخت دي چې له دې جملې څخه پنحلس زره  تنه يې بڼوالي کوي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته