ټولنه

په بلخ ولايت کې دخره او آس دغوښې دپلورنې په تور د يو قصاب نيول کيدل

کابل باختر د ثور اتمه :
يو قصاب په بلخ ولايت کې دخره او آس دغوښې  دپلورنې په تور دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شو .
پوليس وايي دغه قصاب له ډير وخت څخه راپديخوا دحلال غوښې  پرځاى دخره او آس غوښه اوسيدونکو ته پلورل .
ددغه قصاب دوکان  دمزارشريف ښار په مندوي کې موقعيت درلود.
  په بلخ ولايت کې يوه امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه قصاب  له دوکان څخه په لسګونو ژوندي خره او آسونه او ټوټې ټوټې شوې غوښه ترلاسه شوي دي.
  ده تاييد کړه چې دغه قصاب له ډير وخت څخه راپديخوا دحلالې غوښې پرځاى دخره او اس غوښې ښاريانو ته پلورل .
  له دې مخکې هم دبلخ ، هرات ، کابل او دهېواد يوشميرنورو سيمو ددغه شان پيښو ډګر و .
دافغانستان اوسيدونکو له دولت څخه غواړي چې له دغه شان قصابانو سره قانوني چلند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته