فرهنګ

په خوست کې د حسن کوټ تاریخي ګنبدې د احاطې د رغولو چارې پیل شوې

متون باختر د تلې د میاشتې ۲۶ مه
د څه د پاسه څلور سوه زرو افغانيو په لګښت د خوست ولایت د حسن کوټ د تاریخي ګنبدې احاطه رغول کېږي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد امين شاه الفت د باختر اژانس سيمه یيز خبريال ته وویل چې د حسن کوټ تاریخي ګنبده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت د څلور سوه او پنځوس زرو افغانيو په لګښت رغول کېږي.
الفت زياته کړه چې د يادې ګنبدې احاطه به د اوسپنيزو ګټارو په مټ د مياشتو په موده کې ورغول شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
هغه وویل چې د تاريخي ابدو او کلتوري ميراثونو په رغونه او ساتنه کې ټول وګړي مسوليت لري،څو په ښه ډول سره ترېنه ساتنه وکړي.
په ورته وخت کې د سيمې اوسيدوونکي بيا له دولت څخه غواړي چې ياده ګنبده په اساسي ډول سره ورغوي،څو تاريخي ارزښت يې په خپل ځای پاتې شي.
دیادولو وړ ده چې څه موده مخکې خوست ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د تاریخي ابدو او تاریخي ځایونو د کتنې  په برخه کې مسلکي هيئت سفر کړي وو،څو د ټولو تاریخي ابدو او تاریخي کلاوو راپور جوړ او مرکز ته يې ولېږدوي.
تمه ده چې په راتلونکي کې به د دغه ولایت پر نورو تاریخي ځایونو هم کار وشي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته