نړۍ

په اسپانياکې له څو الوتکو سره ديوې پوځې جټ الوتکې دټکر له امله لس تنه ووژل شول .

مادريد باختر دسلواغې اوومه :
داسپانيا په جنوب  کې دناتو دځواکونو دپوځي تمرينونو په  بهيرکې  له څو پوځي الوتکو سره ديوې جنګي جټ  الوتکې د ټکر له امله څه ناڅه لس تنه ووژل شول .
داسپانيا ددفاع وزارت دمقاماتو دڅرګندونو له مخې،  اف – ١٦ الوتکه چې په يونان پورې اړه لري دالوتنې په وخت کې ديوه پيلوټ دتيروتنې  له امله له پيښې سره  مخامخه  شوه او په هوايي  ډګر کې يې له څو نورو الوتکو سره ټکر وګړ .
درارسيدلى خبرله مخې، له پيښې سره دمخامخې  شوې الوتکې دواړه پيلوټان وژل شوي دي او ديارلس تنه نور هم سخت ټپيان شوي دي چې دشپږو تنوروغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
پرون  دشمالي اتلانتيک  دتړون ناتو دسازمان دغړو هيوادونو څوالوتکې او يوشمير پيلوټان داسپانيا په جنوب ختيځ کې  دليانوس په پوځي هوايي ډګر کې دروزنې او دپوځي تمرينونو په حال کې وو چې دغه پيښه رامنځته شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته