کابل باختر د وري شلمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو ديرغلګرو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل يرغلګر په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ