کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د زابل او قندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د منسوبينو په بېلابېلوعملياتوکې اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه عمليات د زابل ولايت د شاجوى او د قندهار ولايت د نېش د ولسواليو په مربوطاتوکې د طالبانو له شتون څخه د دغو سيمو د پاکولو په موخه ترسره شول چې له امله يې اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د نهو ماينونو په ګډون يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ