کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دوه تنه له سلګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيول شول
دغه کسان پرون ناوخته دامنيتي عملياتو په بهير کې د سره رود ولسوالۍ او په جلال اباد ښار کې هغه وخت ونيول شول چې دنشه يي توکو انډې يې يوځاى ته ليږدول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې له دغو دوو انډيو څخه ٣٩٥ کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ده وويل نيول شوي کسان دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په دوو موټرونو کې ځاى پرځاى کړي و او يونامعلوم ځاى ته ليږدول .
ختم_ عطاالله _ اکرم