– کابل باختر د تلي شپاړسمه :
دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان عالي کميشنرۍ نن په جوزجان ولايت کې له بيځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه .
دجوزجان ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس عبدالکريم باخترآژانس ته وويل : په هرې کورنۍ درې بورۍ غنم ، دولس کيلوغوړي ، دوه کيلومالګه ، دوه کيلو دال نخود يو ترپال او يوه شړۍ وويشل شول .
ويل کيږي دغه کسان دنا امنۍ اوسيلاونو له امله د درز آب او قوش تيپې له ولسواليو څخه بيځايه شوي دي او په شبرغان ښار کې ځاى پرځاى شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ