نړۍ

اسوشيتد پرس : دافغانستان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې پيليږي .

واشنګتن  باختر د کب  دريمه :
  مقامات  ، ديپلوماتان او کارپوهان وايي چې ټاکل شوې ده دافغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني پرون په کابل کې اعلام وکړ چې په افغانستان کې دسولې دټينګښت لپاره له بل هروخت څخه زيات زمينه برابره شوې ده .
جمهور رييس غني وايي چې په تيرو ٣٦ کلونو کې داوس  په نسبت  هيڅکله دسولې دټينګښت لپاره زمينه برابره نه وه.داسوشيتدپرس دخبرله مخې،  يوه جګپوړي افغان مقام  چې غوښتې يې دي نوم يې ياد نشي ويلي دي زياتې هيلې شته چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دپراخو خبرو او دسولې دبشپړولو لپاره دممکنې شرط  په توګه  ديالوک پيل شي .
اسوشيتد پرس دنورو خبرځايونو له خولې ويلي دي چې ښايي ددواړو لورو ترمنځ اړيکې په راتلوونکې ميلادي مياشت کې پيل شي .  دغو خبرځايونو داسوشيتد پرس خبري اژانس ته ويلي دي چې همدا اوس دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ هيڅ راز خبرې شتون نه لري .
  مخکې له دې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي  هم ويلي وو چې هيڅ راز مستقيمې يا غير مستقيمې خبرې نه دي شوي اوبايد په خپله افغانان دهر راز خبرو رهبري په غاړه ولري .
ميرمن جن ساکي زياته کړه دامريکا متحده ايالاتو له طالبانو سره هيڅ راز پلان شوې ، غير مستقيمې اويا مستقيمې خبرې  په دوحه اويا په کوم بل ځاى کې نه دي کړي . چې موږ دغه راز دافغانانو په مشرۍ او په خپله  په افغانانو پورې داړوندې روغې جوړې دبهير ملاتړ کوو .
په همدې حال کې دپاکستان اردو هم ويلي دي چې دافغانستان دسولې خبرې   دې بايد دافغانانو په مشرۍ وشي .
دپاکستان داردو په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دافغانستان دسولې بهير دې بايد شفاف وي او اسلام اباد چمتو دى چې په دې برخه کې  هر راز همکاري وکړي .
اسوشيتد پرس په خپل رپوټ کې ليکي، طالبانو چې رهبر يې دکويټې ، کراچۍ او دپيښور په ښارونو کې ده دخپل پخواني دريځ په تکرارولو سره چې لومړى دې بايد  ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دسولې دخبرو دلرليد په باب دنظر له څرګندولو څخه دډه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته