ټولنه

د نميروز ولايت د ليسو فارغانو د کانکور د آزموينې لارې چارې زده کړې

نيمروز باختر دغويي دمياشتې  ٢٣ :
په نيمروز ولايت کې پرون د کانکور آزموينې لپاره د تياري د لارښود په نامه يو روزنيز پروګرام جوړ شو.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيدحامد سادات باختر آژانس ته وويل چې دغه روزنيز پروګرام د کانکور د آزموينې لپاره د تياري په موخه د نجم يا (د مسلمانو ځوانانو بنسټ) په همکارۍ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کنفرانسونو په تالارکې د يوې ورځې لپاره جوړ شو.
خبرځاى وويل: په دې پروګرام کې ٢٥٠ تنو هلکانو او نجونو ګډون کړى و او د کانکور د آزموينې د لارو چارو په باره کې زده کړې وکړې.
ده وويل چې د دغه پروګرام تدريسي چارې د لوړ و زده کړو موسسو استادانو په غا ړه لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته