امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولې  پنځلسمه :     
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره  په  جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن هغه وخت ونښته چې يوه ډله طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت  وو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل: دغه يرغلګر نوي له پاکستان څخه د افغانستان قندهار ته راغلي وو او غوښتل يې چې په يولړ بريدونو لاس پورې کړي .
ديوبل خبرله مخې:
امنيتي مامورينو د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه  پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې د قندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې کشف شوې چې له هغو څخه يو شمېر سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکو توکي ترلاسه شول
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته