امنیت

په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله دداعش دډلې دڅوارلسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريدله امله دداعش دډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول .  په دغو جګړه مارانو تيره شپه داچين ولسوالۍ  په يوه پټنځي کې بريد وشو . دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغه هوايي بريد له امله دداعش څوارلس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل داعشيان  په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې دافغانستان دهوايي قواوو له خوا پرې بريد وشو .
دغه بريد زموږ دپوځيانو دتوپ لرونکو هليکوپترونو په واسطه  شوى دى .
دداعش ډله تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته