امنیت

څه دپاسه زرتنه روږدي کسان تداوي شوي دي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په سمنګانو ولايت کې په نشه يي توکو څه ناڅه يو زرو سل تنه روږدي کسان تداوي شوي دي .
دسمنګانو ولايت په نشه يي توکو د روږدوکسانو د درملنې دشل بستريز روغتون مسوول ډاکتر محمدجاويد احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په تيرو پنځو کلونو کې په دغه روغتون کې په نشه يي توکو يو زرو سل تنه روږدي کسان تداوي شوې دي . او دغه راز په همدې موده دسمنګانو ولايت څه دپاسه څلور څلويښتو زرو تنو اوسيدونکو ته د ښوونځيو ،جوماتونو او ديني مدرسو په ګډون په عمومي اماکنو کې د نشه يي توکو د زيانونو په باب پوهاوى ورکړ شوى دى .
احمدي زياته کړه په دغه مرکز کې په نشه يي توکو د روږدوکسانو د درملنې موده يوه نيمه مياشت ده چې په همدې بهير کې په درملنې سربيره خواړه دخوب ځاى دليک لوست او د ديني زده کړې فرصتونه هم ناروغانو ته برابريږي.
ديادونې وړ ده چې ګاونډيو هيوادونو ته مهاجرت ،وزګارتيا ، بيوزلي او خپلو بچيانو ته دکورنيو نه پاملرنه ددغه ولايت دخلکو او په تيره بيا دځوانانو دوږديتوب مهم عوامل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته