ټولنه

دهېواد په ولايتونوکې داحمد شاه مسعود دشهادت دشپاړلسم تلين او دشهيد اوونۍ درناوى وشو .

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
دهېواددملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دشپاړلسمې تلين او دشهيد داوونۍ  نن په يوشمير ولايتونوکې درناوى وشو .
دباختراژانس دسيمه ئيزو خبريالانو دخبرونو له مخې  په هغو غونډو کې چې په همدې مناسبت دهېواد دولايتونو په مرکزونو او يوشمير ولسواليو کې جوړې شوې وې واليانو ، ددولتي ادارو رييسانو ، ولسوالانو او يوشمير قومي مشرانو اومخورو خبرې  وکړې او دهېواد او خلکو ديوې نيمې لسيزې برياليتوبونه اولاس ته راوړنې يې دهېواد دنومياليو او نوم ورکو  شهيدانو دسرښندنو او ځان تيريدونو زيږنده  وبلل .
په دغو غونډو کې وينا والو دهېواد دملي اتل  شهيد احمد شاه مسعود له حماسو ډک ژوندانه په باره کې خبرې وکړې  او دوخت  دشوروي  دسره پوځ دتيري او دطالبانو دډلې پرخلاف دجهاد اومقاومت په برياليتوب کې ددغه شهيد رول ستروباله .
په دغو غونډو کې دوسله والو مخالفانو په وړاندې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دنظام دسياستونو ملاتړ وشو او دنظام دستنو په ټينګښت او زموږ دخلکو ترمنځ په يو والي اووحدت باندې ټينګار وشو .
ددغو غونډو برخه والو دخلکو او  هېواد دارامۍ او دازادۍ دلارې دټولو شهيدانو دخاطرو درناوى وکړ او شهيدان په تيره بيا دهېواد دملي امنيتي او دفاعي ځواکونو شهيدان يې دهېواد دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکني  بشپړتيا  او دملي نواميسو  دساتنې دلارې اتلان وبلل او دټولو سور کفنو شهيدانو پاک روح ته يې  دعا وکړه .
دغه راز دغونډو وينا والو ددولت له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې له ورور وژنې څخه دې لاس واخلي او  دسولې له بهير سره  يوځاى شي اوخلک او هېواد له اوسني بحران څخه وژغوري .
په دغو غوڼډو کې دشهيدانو کورنيو ته پاملرنه ددولتي بنسټونو دچارواکو مکلفيتونه وبلل او دچارومسوولانويوځل بيا  ژمنه وکړه چې دامکان ترپولې پورې دشهيدانو دکورنيو داړتياوو دلرې کولو په لاره کې هڅه او هاند کوي .
  ختم_ ف _+ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته