امنیت

د بلخ ذ نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دبلخ ولايت دنهرشاهي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال نن غرمه  د خاصو پوځي عملياتو په بهير کې  ووژل شو.
په ملابشير ټيک هغه وخت دنهر شاهي ولسوالۍ په افغانيه ښارګوتې کې په خپل پتنځي کې بريد وشو چې له خپلو افرادو سره ديو لړ د تروريستي بريدونو په  پلان جوړولو بوخت و.
په همدې حال کې په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې لاتراوسه پورې هم  په  نهر شاهي کې دملابشير دپټنځايونو د دړې  وړې کولو لپاره پوځي عمليات دوام لري.
په بلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالرزاق  قادري له   باختر آژانس سره په اړيکه کې د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره دطالبانو د ډلې دنومول شوي ولسوال ملا بشير وژل کيدل تاييدکړل او ويې  ويل چې ده په دې سيمه کې د زياترو تروريستي بريدونو پلان جوړول  په غاړه لرل .
جنرال قادري وايي چې لاتراوسه پورې دنهر شاهي ولسوالۍ په افغانيه ښارګوتې
کې دملا بشير دپتنځايونود  دډړې  وړې کولو لپاره عمليات دوام لري .
دغه عمليات دپوليسو او دملي امنيت دځواکونو له خوا پيل  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته