امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په آبکمري کې ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٣ نيټه :                                                                 
دبادغيس ولايت په آبکمري ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو بريد تيره شپه له ماتې سره مخامخ شو.
دباخترآژانس خبريال دبادغيس دوالي دوياند جمشيد شهابي له خولي خبر راکړ چې وسله والو طالبانو له دوو لورو څخه دآبکمري ولسوالۍ دنيولو په خاطر خپل بريدونه پيل کړل  چې دملي اردو د ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول  چې دنښتې په بهيرکې لس تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او پاتي نور يې تيښتې ته اړ شول  .
په دې جګړه کې دملي اردو څلور تنه پوځيان هم شهيدان شوي دي.
پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته