اقتصاد

د ننګرهارمالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي د وېشلوبهیرپیل شو

کابل / د تلې / ۱۳ / باختر
د ننګرهارپه زرګونومالدارانو د څارویو د خوراکي توکي د وېشلوبهیرپیل شو.
ټاکل شوې ده د دغه پروګرام په چوکاټ کې ۴۰۰۰ مالدارو خپلو زرکونو څارویو لپاره خوراکي توکي ترلاسه کړي.
دغه توکي د نړۍ د کرنې د خوراکي توکوسازمان برابرکړى دى.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولواو مالداری رییس عبدالستارمحمد باختراژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده هرمالدارد څارویو ۲۰۰ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړي.
هغه وویل چې دغه پروګرام په ننګرهارکې د مالدارانو د لاس نیوی ، د مالداری د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړشوی دی د وزه ، پسه او غوا په چاقولوکې به اساسي رول ولري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته