امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په لوګر ونيول شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دوه تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې ونيول شول.
دلوګر ولايت دمطبوعاتي اعلاميې له مخې : دملي امنيت دمنسوبينو دکشفى راپور له مخې تيره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو دبره کي برک ولسوالۍ په چهلتن کلي کې دجهاد او نبي په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
ويل کيږي د طالبانو درې موټر سايکلونه ، يوه مخابره او يو کلاشينکوف هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي داپه داسې حال کې ده چې دتيرو لسو ورځو په بهير کې دپوځي عملياتو په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شوې او پنځلس تنه نوريې له وسلو او مهماتو سره يې نيول شوي دي.ختم-ج-حامد
داوبو د تنظيم يوه پروژه پرانستل شوه.
٣٦-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دهالند په مرسته په سرپل ولايت کې يوه ټولګټۍ پروژه ګټې ته وسپارل شوه .
دغه پروژه دسولې لپاره د اوبو دپروګرام له لارې دسرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې پرانستل شوه.
دسرپل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس احمد جاويد باختر آژانس ته وويل: ددغې پروژې کار دسولې لپاره د اوبو دپروګرام له لارې درې مياشتې مخکې دهالند په وړيا مرسته ديو سلو ديرشو زرو ډالرو په لګښت دافغانستان لپاره د (روا) )موسسې يا دهالند دمالي مرستو دهمغږۍ د دفتر له خوا پيل شوې وه چې پرون ددغه ولايت د يوشمير مسوولينو له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
جاويد زياته کړه داوبو د تنظيم دغه پروژه يوه اته کيلومتري کانال ته يوه طبيعي چينه ده چې دصياد ولسوالۍ دمرکز په لسو کليو کې دڅلورو زرو تنو لپاره د څښاک او کرنيزې او به تامينوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته