امنیت

په هرات کې دطالبانو دډلې ديوه قوماندان وژل کيدل

کابل باختردثور ٢٤مه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفراه ولايت دپرچمن  ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال  له پنځو تنو افراو سره  په هرات کې ووژل شو.
دهرات ولايت دکوه زور ولسوالۍ په خواجه مرکلي کې دطالبانو دډلې په سنګرونو دهوايي بريد له امله دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفراه ولايت  دپرچمن ولسوالۍ  لپاره نومول شوى ولسوال حافظ  عبدالحق  له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
  دهرات ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دغه  بريد کې ددغې ډلې يوسراچه موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ او له منځه تللى دى .
دفراه ولايت  دپرچمن ولسوالۍ لپاره دطالبانو دډلې نومول شوي ولسوال حافظ  عبدالحق  په داسې حال کې ووژل شو  چې په هرات ولايت کې دطالبانو په سنګرونو ځپنده هوايي ګوزارونه په چټګ   سره دوام درلود .
  ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته