ټولنه

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

کابلباختر د سنبلي ٣١
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دننګرهار ولايت حاجيانو ته خبرورکول کيږي چې شمېرې يې له (٥٠١) څخه  تر (١٠٠٠ )  پورې دي؛  سبا د روان کال  د تلي د مياشتې  په لومړۍ نيټه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دريو بجو دعيدګاه جامع  جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق  او دحرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنو کې تنظيم شي .
  له حاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړوندو ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
د بدرګه کوونکي په نامه دعيدګاه جومات ته  د اشخاصو ننوتل منع دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته