امنیت

په سرپل کې امنيتي تدبيرونه ونيول شول

کابل /باختردکب دمياشتې ٢٥ مه
د سرپل ولايت امنيه قوماندان د نوروز، د دهقان او د پوهنې د جشن په ورځوکې ددغه ولايت د امنيت د تامينولو په خاطر د خپلو تياريو خبر ورکړ.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل چې د نوي کال د نمانځنې د امنيت د تامينولو په خاطر د امنيتي تدبيرونو پروګرام ددغه ولايت د امنيتي او کشفي بنسټونو په ګډو هلوځلو سره برابر شوى دى چې سر له نن څخه تطبيقيږي .
باقي زوی زياته کړه چې په دغه پروګرام کې د ښار شاو خوا سيمو او د نوروز د ميلې په ساحوکې د امنيتي پوستو جوړول، د ښار په واټونو او دروازو کې د پټلنې د پوستو جوړول، ګزمې، داستوګنې د مشکوکو کورونو او ميلمستونونو پلټنه او د غيرمسوولو وسله والو کسانو او موټرسايکلونو د تګ راتګ مخنيوى شامل دي.
امنيه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي چې د نوي کال په ورځو کې له ډار پرته تفريح ځايونو او ميلو ته لاړ شي .    
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته