خبرونهټولنه

په لغمان او روزګان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د لغمان او روزګان ولایتونو ځايي چارواکي په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د لغمان کې د امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې نن سهار نهه بجې د الیشنګ ولسوالۍ ترنګ سیمه کې یو هایلیکس او ریکشا موټر ټکر کړی چې په پایله کې د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه مړه شوي او دوه نور تنه ټپیان دي.

ورته مهال د روزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګانی وایي، د مرکز ترینکوټ اړوند په سجاول سیمه کې پرون ناوخته د فلډر موټر او موټر سایکل ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې پرمهال یې د موټرسایکل چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د دغو پېښو د ټپیان روغتيایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته