امنیت

اووه ويشت تنه تروريستان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د دوو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون ٣٧ تنه ډار اچوونکي د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په بيلابيلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د اتو تنو کليدي افرادو او د دوو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون ٣٧ تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې ووژل شول، ١٤ تنه ټپيان او د دوو پاکستاني اتباعو په ګډون درې تنه د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قومونو په ملاتړ دکونړ ، کاپيسا روزګان، هرات، کندز، بغلان او د هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته