سیاست

جورج دبليو بوش له خپل ورورڅخه غوښتي دي چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کې دى ځان کانديد کړي

واشنګټن – سى ان ان – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
د امريکا د متحده ايالاتو پخواني جمهور ييس جورج ډبليو بوش له خپل ورورڅخه غوښتي دي چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د جمهوري رياست په انتخاباتوکې دې ځان کانديد کړي.
جورج ډبليو بوش له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې د امريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس و.
بوش پرون د سي – ان – ان له خبري شبکې سره په خبروکې وويل: ورور يې په دې خبره پوهيږي او که چيرې غواړي دغه خبره به دغه ورته تکرار کړي.
جيب بوش پخوا د فلوريدا ايالت ګورنر و او يو له هغو جمهوريت غوښتوونکو څخه دی چې ويل کيږي ځان به د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره کانديد کړي .
جيب بوش د روان کال د وري په مياشت کې ويلي و چې د روان کال تر پاى پورې به خپل وروستۍ تصميم اعلام کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته