امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو غړى ملا خير محمد په کندز کې ووژل شو .

کابل باختر دوري  يو ديرشمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ  له ديارلسو  تنو افرادوسره يې دکندز ولايت په کلاي زال  ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  ووژل شو
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : دکندز ولايت په کلاي زال  ولسوالۍ کې دملي پوليسو له ځواکونوسره د وسله والوطالبانو  په پروني نښته کې دملا خير محمد په نامه دسوله والو طالبانو دډلې  يوسرګروپ  له ١٣ تنو افرادوسره يې ووژل شو او ددغې ډلې څلور تنه غړي ټپيان شول . 
يوه اړونده خبرځاى وويل: دملي پوليسو ځواکونو  دتروريستانو د ډار اچوونکو فعاليتونو دځپلو په موخه دکندز ښار او دخان اباد ولسوالۍ په لاره کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې تراوسه پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته