سیاست

لس تنه په پروان کې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون لپاره انتخاب شول

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٠مه
د پروان ولايت په مرکز کې ۱۰ تنه د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون لپاره د خلکو د رايې ورکولو له لارې انتخاب شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې: دغه لس تنه چې ۳ تنه يې ښځې دي؛ د دغه ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې د خلکو د آزادو رايو له لارې انتخاب شول او د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون لپاره وټاکل شول.
د پروان د ولايتي شورا رئيس غلام بهاالدين جيلاني وويل چې دغه لس تنه استازي په چاريکارو ښار پورې اړوند دي او د دغه ولايت په ولسواليو کې د ٢٣ تنو نورو د ټاکنو لپاره د انتخاباتو بهير دوام لري.
پاىذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته