خبرونهټولنه

د کابل په ده افغانانو کې د زېر زميني څلور لارې د بيا رغونې کار پيل شو

کابل، د وږي١٩مه، باختر

کابل ښاروالۍ د سوپرکولا شرکت په همکارۍ د کابل په ده افغانانو کې د سترې زېر زميني د څلور لارې د بيا رغونې کار پيل کړ.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وويل چې د کابل ښار دغه مهمه څلور لارې په پاخه او معياري ډول د طرحه شوي ډيزاين له مخې بيا رغول کېږي.

هغه زياته کړه کابل ښاروالۍ غواړي ملي سوداګر او متشبثين هم د ښار په ښکلا کې ونډه واخلي چې د کابل ښار ښکلا او آبادي زياته شي.

په همدې حال کې د سوپر کولا د شرکت رييس محمد شهاب قناويزيان وويل چې د کابل ښار د ښکلا لپاره له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي او هغه د دغې ساحې په جوړولو کې د لوړ کيفيت ډاډ ورکړ.

د زېرزميني په څلور لارې کې د مناسبې شنې فضا پر جوړولو سربېره د سولې څلی، کټارې، څراغونه او زينتي ګلان په پام کې نيول شوي دي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا