(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه پرانیستل شوه

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو د انسجام رییس، د قره ‌باغ ولسوالۍ مسوولینو، قومي مشرانو او د دې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو په ګډون پرانیستل شوه.

د قره ‌باغ د ولسوال مرستیال محمد عظیم په دې مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه په دې ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې د پرانیستلو له امله مننه وکړه.

نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړ چې دوی هڅه کوي دې ته ورته نورې آسانتیاوې هم د قره‌ باغ ولسونو لپاره رامنځته کړي.

 محمد عظیم همدارنګه له خلکو وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو د انسجام رییس قاري حسیب‌الله خلیلي وویل، چې دې ادارې په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو د پرانیستلو پر دوام د کابل په قره‌ باغ ولسوالۍ کې د خلکو د آسانتیاوو لپاره دا څانګه پرانیسته او دا لړۍ به دوام لري.

خلیلي د دې وېش څانګې د جوړېدو په برخه کې د قره‌ باغ ولسوالۍ اړوند چارواکو څخه په مننې وویل، چې دا څانګه به د کوهدامن د اووه ګونو ولسوالیو (کلکان، استالف، شکردرې، ګل درې، میربچه کوټ، فرزې او قره‌باغ) خلکو ته لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا