
کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر
ښاري او چاپیریالي آسانتیاو ته د لاسرسي په موخه د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه عبدالعلي په حاجي افضل سیمه کې د کوڅو کانګریټ چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر زمرک عامر یاسر له لوري پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کوڅې څه باندې ۶ کیلو متره اوږدوالی او له ۳ – ۶ مترو پورې پراخوالی لري، چې د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ په لګښت په اساسي ډول رغول کېږي.
د دې کوڅو په کانګریټ کېدو سره به د اورښتونو په موسم کې د خټو او خاورو د شتون له امله د سیمې اوسېدونکو ستونزې حل او ترڅنګ به یې خلکو ته ترانسپورټي آسانتیاوې هم رامنځته شي.
افغانمل