امنیت

په سرپل کې د ملي اردو د دولسو تنو سرتيرو د تسليمۍ په باب د طالبانو ادعا د ملي دفاع وزارت له خوا رد شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د ملي دفاع وزارت مقاماتو په سرپل ولايت کې د ملي اردو د دولسو تنو سرتيرو د تسليمۍ خبر رد کړ او دا يې يوه آوازه وبلله.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: د طالبانو تروريستي ډلې ويلي دي چې د ملي اردو دولس تنه سرتيري زموږ له ډلې سره يوځاى شوي دي. دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د ملي اردو اتل سرتيري به د هېواد پالنې په احساس، اسلامي انګيزې او له هېواد سره د مينې او د هغې ژمنې له مخې چې د هېواد د دفاع په وړاندې يې لري؛ هيڅکله د افغانستان د خلکو دښمنانو ته تسليم نه شي او په دې اړوند د طالبانو د تروريستي ډلې اعلاميه په بشپړه توګه ردوو.
دغه اعلاميه د افغانستان د خلکو د دښمنانو تبليغات دي او حقيقت نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته